د پکتیکا ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د (اسلام اساسات) کتاب تر نامه لاندې سیالۍ پای ته ورسېدې

news_admin
Thu, Oct 30 2025 10:42 AM
پکتیکا

په دغه سیالۍ کې، چې د دې ولایت د زندان (۱۵۰) تنو زندانیانو برخه اخیستې وه، د هغوی د فکري روزنې او د مطالعې فرهنګ د ودې په موخه د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ او د نوموړي زندان امریت له لورې په شفافه توګه ترې ازموینه واخیستل شوه.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د یاد ولایت د  مقام د دفتر رئیس، د دې زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" او یو شمېر سیمه ییزو رئیسانو شتون درلود، ویناوالو د مطالعې پر ارزښت خبرې وکړې او زندانیانو څخه یې وغوښتل چې خپل وخت بې ځایه تېر نه کړي او شته فرصت څخه په ګتې اخیستنې سره مطالعه وکړي.

همدا راز، د یاد زندان امر له زندانیانو څخه وغوښتل چې د دیني زده کړو په ترلاسه کولو او د پوهې په لوړولو کې خپلې هڅې لا زیاتې کړي.

په یاده سیالۍ کې (۱۵۰) تنو زندانیانو برخه اخیستې وه، چې د ازموینې له پایلو وروسته به ممتازو  ګډونوالو ته جایزې او د ډالۍ هم ورکړل شي.

 

جمادي الاول ۸/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS