ولایتي خبرونه : (غور، هرات) د غور ولایت د زندان (۷۶) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

news_admin
Thu, Oct 30 2025 10:33 AM
ولایتی

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ  زندانونو  د محبوسینو د نسبتي دوسیو کره څېړنه کړې، چې د هغوی د څېړنې او نظر پربنسټ او د افغانستان د سترې محکمې عالي مقام د تاییدۍ په اساس د غور ولایت د زندان د ښځینه او نارینه په ګډون (۳۵) تنو محبوسینو د حبس پاتې مودې عفو او خوشې شول او (۴۱) تنو نورو د حبس په موده کې تخفیف یا کموالی راغی.

د نوموړي زندان امر محترم ملا حسام الدین "منصور"خوشې شویو کسانو ته په خپلو خبرو کې وویل؛ چې دې فرصت څخه سمه ګټه پورته کړئ او په زندان کې مو چې کومې دیني، عصري او حرفوي زده کړې ترلاسه کړي په ورځني ژوند کې ترې ګټه پورته او د سالمو وګړو په څېر خپل هېواد ته د خدمت جوګه شئ.

د یادونې وړ بولو، چې د یاد بهیر په ترڅ کې هغه محبوسین او محجوزین له عفوې او تخفیف څخه برخمنېدای شي، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا زندانونو کې د دیني او عصري علومو، کسب زده کړو، اصلاحي او نورو ښوونیزو او روزنیزو علمي او عملي برنامو کې یې ښه برخه اخیستې وي، په سلوک کې یې اصلاح راغلې وي او د ټاکل شوي حبس درېیمه برخه یې بشپړه کړې وي.

هرات:

د هرات ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي د دې ولایت د اوبې او چشت ولسوالیو له توقیفخونو څخه ليدنه وکړله

 

د یاد ولایت د زندان نظامي مدیر محترم ملا حیات الله "احمدي" او ورسره پلاوي د هرات ولایت د اوبې او چشت ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال لومړی د یادې ولسوالیو د توقیفخونو مسوولینو له پلاوي سره د خپلو ترسره شویو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات شریک کړل.

داراز، پلاوي د یادو ولسوالیو د توقیفخونو توقیفیانو د اوسېدو ځایونه، اعاشې، اوبو او افتابۍ سربېره له نوموړو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې، چې د پلاوي له لورې د هغوی غوښتنو ته د رسېدنې، د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وشوه.

 

جمادی الاول ۸/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS