ولایتي خبرونه: (کندهار، سمنګان) د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو یو شمېر زندانونو شاوخوا (۷۴۱) تنه محبوسین له عفوې او تخفیفه برخمن شول

news_admin
Wed, Oct 29 2025 11:20 AM
ولایتی

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ  زندانونو  د محبوسینو د نسبتي دوسیو کره څېړنه کړې، چې د هغوی د څېړنې او نظر پربنسټ او د افغانستان د سترې محکمې عالي مقام د تاییدۍ په اساس د کندهار او سمنګان ولایتونو د زندانونو د ښځینه او نارینه په ګډون(۲۹۵) تنو محبوسینو د حبس پاتې مودې عفو او خوشې شول او (۴۴۶) تنو نورو د حبس په موده کې تخفیف یا کموالی راغی.

د یادونې وړ بولو، چې د یاد بهیر په ترڅ کې هغه محبوسین له عفوې او تخفیف څخه برخمنېدای شي، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا زندانونو کې د دیني او عصري علومو، کسب زده کړو، اصلاحي او نورو ښوونیزو او روزنیزو علمي او عملي برنامو کې یې ښه برخه اخیستې وي، په سلوک کې یې اصلاح راغلې وي او د ټاکل شوي حبس درېیمه برخه یې بشپړه کړې وي.

 

جمادي الاول ۷/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امری

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS