ولایتي خبرونه: (ننګرهار، میدان وردګ، کندز) د ننګرهار ولایت په زندان کې د یو ملي سوداګر په مالي مرسته یو کلنیک جوړیږي.

news_admin
Mon, Oct 27 2025 2:17 PM
ولایتی

د ننګرهار ولایت په زندان کې د کلنیک رغنیزې چارې چې د یاد زندان د مسوولینو په هڅو او د یو ملي سوداګر په مالي مرسته جوړیږي، د دې ولایت د زندان رئیس محترم مولو ي سهیل "سعید" او د نوموړي ولایت د روغتیا رئیس محترم مولوي امین الله "شریف" چې یو شمېر نورو مسوولینو یې ملتیا کوله، یادو رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړله او د کار د لا ښوالي  او چټکتیا په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښونې وکړې.

د یادونې وړه ده، چې د نوموړي زندان په انګړ کې د روغتیا کلینک لپاره ۶ خونې، ۶ تشنابونه او یو پراخ هال جوړیږي.  

همداراز، نوموړي سوداګر ژمنه وکړله، چې د اوبو یوې څاه کېدنې د ښځينه زندان لپاره د پایوازانو د انتظار ځای او یو شمېر نورو رغنیزو کارونو کې به هم همکاري وکړي.

همداشان، په یاد زندان کې د اداري او امنیتي غونډو لپاره تالار جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

میدان وردګ:

د میدان وردګ ولایت په زندان کې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لورې د نوموړي زندان سره په همغږۍ زندانیانو ته د (توبې د اهمیت) تر عنوان لاندې یو ورځینی سمینار ترسره شو.

کندز:

د کندز ولایت په زندان کې د زندانیانو د پایوازانو لپاره د سایبانونو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د مسوولینو په خبره، د یادو سایبانونو په بشپړیدو سره به پایوازانو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.

 

جمادی الاول ۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS