د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي محبس کې د محبوسینو ترمنځ ولیبال سیالي ترسره شوه

news_admin
Sat, Oct 18 2025 10:38 AM
مرکزی

 

دغه یوه ورځینۍ دوستانه سیالي د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست له لورې او د یاد زندان د مسوولینو په همکارۍ  د نوموړي محبس د پینځم او نهم بلاکونو د محبوسینو ترمنځ جوړه شوې وه، چې لیدنې او هڅونې ته یې د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د نظامي چارو  معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د یاد زندان رئیس محترم الحاج مولوي عبدالمالک "خاکسار"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش"، د امارتي ادارو یو شمېر ویاندویانو او د مطبوعاتو مسؤلینو او یو شمېر نور ملکي او نظامي مسوولین او مینوال محبوسین راغلي وو.

دا سیالي، چې موخه یې د دواړو لورو ترمنځ د یوې ښې او سالمې فضا رامنځ ته کول وو، څو له یوې خوا  زندانیان د خپګان احساس ونه کړي او له بلې خوا ورته د ورزش زمینه برابره شي څو پرمټ یې روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کړي، د نهم بلاک په ګټه (۲)پر ( صفر) سرته ورسېده.

د یادې سیالۍ د پای د مراسمو پرمهال نوموړو محبوسینو د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ او مسوولینو یې دوی ته د ورزشي لوبو د زمینې د برابرولو له امله د مننې ترڅنګ، د دا ډول نورو ښو برنامو ترسره کول د هغوی د جسمي او روحي روغتیا لپاره اغیزمن یاد کړل او ژمنه یې وکړله، چې تل به پکې برخه اخلي.

 

ربېع الاخر ۲۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS