د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي محبس رئیس د دې محبس له پرسونل سره د همغږۍ ناسته ترسره کړله

news_admin
Wed, Oct 15 2025 2:48 PM
مرکزی

د غه ناسته، چې د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي محبس رئیس محترم الحاج مولوي عبدالمالک "خاکسار" په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې د یاد محبس امنیتي مرستیال محترم مولوي سید محمد"مسلم"، د مالي او اداري مرستیال مولوي حبیب ګل"مبارز" او یو شمېر نورو ملکي او نظامي مسوولینو هم ګډون درلود، د محبوسینو لپاره د غوره خدمتونو، ستونزو او غوښتنو ته د رسېدنې په موخه خبرې اترې وشوې.

دا راز، محترم مولوي خاکسار له محبوسینو او مراجعینو سره د لاښه چلند، امنيتي تدابیرو نیولو، منظمو خدمتونو او چاپېریال برابرولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

همدا شان، په دې ناسته کې د ځینو نورو اړتیاوو په هکله هم بحث وشو او په دې تړاو اړوندو مسوولینو ته د شرعي اصولو سره سمې سپارښتنې وشوې.

 

ربېع الاخر ۲۲/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS