د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو له زندانونو ارزونه وکړله
د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د څارنې او ارزونې ریاست د فعالیتونو او ارزونې یو پلاوی لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو ته په سفر ولاړ او هلته یې د یادو ولایتونو د (۱۴۰۴) کال د زندانونو د تطبیقي او تفصلي پلانونو څخه څارنه او ارزونه ترسره کړله.
داراز، پلاوي د نوموړو زندانونو ټولې اداري او تخنیکي چارې ارزولي او د زندانیانو د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په اړه يې معلومات راټول او له هغوی سره یې ژمنه وکړله ، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري به پرې خبروي، څو یې په مرکز کې حل لاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.
په پای کې، د نوموړي پلاوي له لورې د یادو زندانونو کارکونکو ته د کاري وړتیا د لوړونې په موخه د ربعوار او میاشتني راپورونو د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې سمینار هم ترسره شو.
ربېع الاخر ۲۰/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
