د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت له توقیفخونې لیدنه وکړله
د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" او ورسره مل پلاوي یې د کابل ولایت د توقیفخونې له مسوولینو سره ولیدل او د توقیفیانو په اړوند مسایلو یې خبرې اترې او سلا مشورې وکړې.
داراز، د لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په مشرۍ پلاوي د نوموړې توقیفخونې توقیفیانو سره هم له نږدې وکتل، د هغوی وضعیت یې وارزاوه چې توقیفیانو له دوی سره د مسوولینو چلند ښه یاد کړ.
همداراز، پلاوي د نوموړې توقیفخونې مسوولينو ته د توقیفیانو لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو او ستونزو او روا غوښتنو ته یې د رسېدنې په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
همداشان، د نظامي معاون د هدایت سره سم د نوموړې توقیفخونې څخه ممنوعه شیانو د راټولولو او توقیفیانو ته د لاښه امنیت او خوندي چاپیریال برابرولو په موخه تلاشي ترسره شوه، چې توقیفیانو هم د ډاډمن او امن چاپېریال چمتو کولو لپاره له راغلي پلاوي د تلاشۍ څخه خوښي وښوده.
په پای کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"په مشرۍ پلاوي د دې توقیفخونې پلورنځي، تعمیراتي او روغتیايي چارې، امنیتي پوستې، ټاورونه او قراولونه وارزول او د شتو ستونزو د حل لپاره یې اړوند مسوولینو ته لازمې او د پام وړ لارښوونې وکړې.
ربېع الاخر ۱۹/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
