د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري د زندانونو  چارو د سمون ادارې سره د یو عراده ټراکټور مرسته وشوه

news_admin
Mon, Oct 06 2025 2:15 PM
کمک

د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لورې او د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو نوموړې ادارې سره د زراعت په برخه کې د همکارۍ او ملاتړ په موخه د یو عراده ټراکټور مرسته وشوه

یاد ټراکټور به د څرخي پله د مرکزي زندان د ګارنېزیون دننه انګړ کې د کرنیزو ځمکو د زراعت د ودې، سبزیجاتو او نورو کرنیزو محصولاتو د تولید او زندانیانو د بوختیاوو په موخه به وکارول شي.

داراز، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" د یادې مرستو هرکلی وکړ او د سره  صلیب له دوامدارو همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ وویل؛ د کرنیزو پروګرامونو پراختیا نه یوازې د زندانیانو د اړتیاو پوره کولو کې مرسته کوي بلکې، د هغوی د مسلکي زده کړو او د ژوند د ښه راتلونکي لپاره ګټور تمامیږي.

همداراز، د سره صلیب مسوولینو ډاډ ورکړ، چې نوموړې ادارې سره به خپلې بشري او تخنیکي همکاري دوامداره وساتي.

 

ربېع الاخر ۱۳/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS