ولایتي خبرونه (بلخ، بغلان، غور) د بلخ ولایت له زندان سره د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لورې د تعمیراتي توکو مرسته وشوه

news_admin
Sun, Sep 28 2025 2:46 PM
ولایتی

د نوموړي و لایت زندان د مسوولینو په خبره یاده مرسته، د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ او د یاد زندان د مسوولینو په هڅو د برېښنايي، کاشۍ، او د اړتیا وړ نور تعمیراتي توکي په کې شامل ول د سره صلیب نړېوالې کمېټې له لورې د زندان مسوولینو ته وسپارل شول.

د بلخ ولایت د زندان رئیس محترم مولوي کمال الدین "زاهد" وویل یاد توکي به د نوموړي زندان د ځینو برخو د بیا رغونې په برخه کې ترې ګټه پورته او زندانیانو ته به لا زیاتې اسانتیاوې برابري شي.

د بلخ د زندان رئیس د سره صلیب د کمېټې د مسوولینو څخه د خوښۍ ترڅنګ، کړې مرستې اړینې وبللې او ترڅنګ یې په نورو داخلي او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

 

د یو بل خبر له مخې، د بغلان او غور ولایتوتونو د زندانونو د اصلاح او روزنې مرکزونو له محجوزینو او د  ښځینه محبوسینو ماشومانو او امینداوارو میرمنو سره د (یونیسف) موسسې له لورې د حفظ الصحې، خوړو او ورزشي توکو مرسته وشوه

یاده مرسته، د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ، چې په کې وچې شېدې، شامپو، ځان پاک، د کالیو منځلو تشتونه، ورزشي وسایل او یو شمېر نور توکي شامل ول، د یادو زندانونو مسوولینو له لورې د نوموړې موسسې د استازو په حضور کې یادو مرکزونو پر محجوزینو او د ښځینه محبوسینو ماشومانو باندې وویشل شول.

داراز، د نوموړو زندانونو مسوولینو د یادې موسسې له مرستو څخه د مننې ترڅنګ راتلونکي کې هم د ورته مرستو غوښتنه وکړله.

 

 

ربېع الاخر ۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS