د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو یو شمېر زندانونو شاوخوا (۱۰۰۰) تنه محبوسین له عفوې او تخفیفه برخمن شول

news_admin
Sun, Sep 28 2025 2:41 PM
تخفیف

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون دارې په همغږۍ  زندانونو  د محبوسینو د نسبتي دوسیو کره څېړنه کړې، چې د هغوی د څېړنې او نظر پربنسټ او د افغانستان د سترې محکمې عالي مقام د تاییدۍ په اساس د کابل مرکزي زندان او د میدان وردګ، غزني، پروان، کاپیسا، کونړ، اورزګان، فاریاب، بادغیس او نېمروز په شمول د لسو ولایتونو د زندانونو د ښځینه او نارینه په ګډون(۴۷۱) تنو محبوسینو د حبس پاتې مودې عفو او خوشې شول او (۵۳۱) تنو نورو د حبس په موده کې تخفیف یا کموالی راغی.

د یادونې وړ بولو، چې د یاد بهیر په ترڅ کې هغه محبوسین له عفوې او تخفیف څخه برخمنېدای شي، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا زندانونو کې د دیني او عصري علومو، کسب زده کړو، اصلاحي او نورو ښوونیزو او روزنیزو علمي او عملي برنامو کې یې ښه برخه اخیستې وي، په سلوک کې یې اصلاح راغلې وي او د ټاکل شوي حبس درېیمه برخه یې بشپړه کړې وي.

 

ربېع الاخر ۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS