د پکتیا ولایت زندان لسګونه تنه محبوسین له عفوې او تخفیفه برخمن شول

news_admin
Thu, Sep 25 2025 10:03 AM
پکتیا

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ د پکتیا ولایت د زندان د زندانیانو د نسبتي دوسیو کره څېړنه کړې، چې پربنسټ یې د افغانستان د سترې محکمې د عالي مقام له خوا د دې زندان (۲۳) تنو محبوسینو د حبس د پاتې مودې د عفوې او (۵۳) تنو نورو د حبس په موده کې د تخفیف یا کموالي حکم وشو.

د یادونې وړ بولو، چې د یاد بهیر په ترڅ کې هغه محبوسین له عفوې او تخفیف څخه برخمنېدای شي، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا زندانونو کې د دیني او عصري علومو، کسب زده کړو، اصلاحي او نورو ښوونیزو او روزنیزو علمي او عملي برنامو کې یې ښه برخه اخیستې وي، په سلوک کې یې اصلاح راغلې وي او د ټاکل شوي حبس درېیمه برخه یې بشپړه کړې وي.

 

ربېع الاخر ۲/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS