د کونړ ولایت زندان لپاره نوی امر وټاکل شو

news_admin
Mon, Sep 08 2025 2:38 PM
کنر

د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا مولوي نعمت‌الله "زيد" د کونړ ولایت د زندان د نوي امر په توګه معرفي او په رسمي ډول یې خپله دنده پیل کړله.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د ننګرهار ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" ګډونوالو ته د زندانونو چارو د سمون ادارې رسمي مکتوب ولوست.

محترم مولوي سعید په د ادارو کې تغییر او تبدیل د نظام یو مهم اصل یاد کړ او د مخکیني امر قاري فرهاد "نسیمي" کړنې وستایلې او  نوموړي زندان له پرسونل څخه غوښتنه وکړله چې له نوي امر سره د کار په برخه کې بشپړه همکاري او همغږي ولري.

په پای کې محترم مولوي نعمت‌الله "زيد" ژمنه وکړله چې دغه دروند مسوولیت به په ریښتینولۍ او امانتدارۍ ترسره د خپلو مشرانو لارښوونې به په بشپړ ډول عملي کوي او د زندان چارو د لا ښه والي لپاره به هڅې روانې وساتي.

 

ربیع الاول ۱۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS