ولایتي خبر(جوزجان) د جوزجان ولایت د زندان مسوولینو د کونړ ولایت زلزله ځپلو  سره مرسته وکړله

news_admin
Sat, Sep 06 2025 2:16 PM
جوزجان

د نوموړي زندان امر محترم ملا عبد الباري "مخلص" وویل، د یاد زندان امرینو او ساتونکو له لورې د کونړ ولایت زلزله ځپلو سره د یو شمېر نقدو پیسو مرسته وشوه، چې په زلزله کې خلک سخت زیانمن شوي دي.

د دې زندان امر، زلزله ځپلو قربانیو له کورنیو سره د ژورې خواخوږۍ او غمشریکۍ په څرګندولو سره وویل: دغه طبیعي پېښه د ټولو افغانانو لپاره یوه ستره او درد ناکه غمیزه ده، نو دا زمونږ انساني او اسلامي مسوولیت دی څو د شهیدانو کورنیو او ټپیانو سره تر خپل وسې او توان مرسته او لاسنیوی یې وکړو.

 

ربیع الاول ۱۳/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS