د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا د زندانونو چارو د سمون ادارې ته ځمکه ولېږدول شوه

news_admin
Thu, Sep 04 2025 12:12 PM
انتقال زمین

 په دغه ناسته کې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ په لوی ریاست کې جوړه شوې وه، د اراضۍ ادارې د ځمکو د انتقال او وېش رئیس محترم مولوي سید محمد "سعید" او د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعمیراتو عمومي مدیر محترم سمونوال محمد حامد "علي زاده" ګډون درلود.

ياده ځمکه د زندانونو چارو د سمون ادارې په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د حکم په اساس د اراضۍ لوی رياست لخوا یادې ادارې ته د پروان ولايت مرکز کې په اته لس جريبه ځمکه باندې د مرکزي زندان د جوړولو په موخه ولېږدول شوه.

د یادونې ده چې د دغې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت د اراضۍ ادارې د ځمکو د انتقال او وېش رئیس محترم مولوي سيد محمد سعید او د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعمیراتو عمومي مدیر محترم سمونوال محمد حامد علي زاده  ترمنځ لاسلیک شو.

 

ربیع الاول ۱۱/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS