ولایتي خبرونه: (سمنګان، جوزجان) د سمنګان ولایت د زندان نظامي مدیر د دې ولایت د روی دو اب، خلم او د کوزې صوف درې ولسوالیو له توقیفخونو څخه ارزونه وکړله

د دغه ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي د نوموړي ولایت د روی دو اب، خلم او د کوزې صوف درې ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال د یادو توقیفخونو له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
داراز، نظامي مدیر او پلاوي د نوموړو ولسوالیو اداري او تخنیکي چارو د ارزونې ترڅنګ د توقیفخونو له توقیفیانو سره له نیږدې ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شریکې کړې، چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.
د یو بل خبر له مخې، د جوزجان ولایت د زندان پرسونل او زندانیانو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ ترسره شوې
د زندان مسوولینو په وینا؛ دغو سیالیو موخه د دواړو لورو ترمنځ د یوې ښې او سالمې فضا رامنځ ته کول وو، څو زندانیان د خپګان احساس ونه کړي.
ربیع الاول ۷/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت