د میدان وردګ ولایت د زندان امر او مل پلاوي  د دې ولایت د چک ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

news_admin
Wed, Aug 27 2025 11:47 AM
میدان وردک

د دغه ولایت د زندان امر محترم مولوي محمد هاشم "حقاني" او مل پلاوي د نوموړي ولایت د چک ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

همداشان، پلاوي د نوموړې ولسوالۍ د توقیفخونې اداري چارې له نیږدې وارزولې او اړوند مسوولینو ته یې د حل په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

داراز، د میدان وردګ ولایت د زندان امر او مل پلاوي د چک ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره هم ولیدل د هغوی ستونزې او غوښتنې واوریدې او د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.

 

ربیع الاول ۳/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS