ولایتي خبرونه: (ننګرهار، کنړ، کندز) د ننګرهار ولایت زندان د نظامي مدیر په مشرۍ یوه پلاوي د دې ولایت د زندان بلاکونو له کانتینونو څخه ارزونه وکړله

news_admin
Thu, Jul 31 2025 12:38 PM
lalal

د دې ولایت د زندان نظامي مدیر په مشرۍ (۱۵)کسییزه پلاوي د زندانیانو د سالمې روغتیا او خوندیتوب په موخه د نوموړي زندان د بلاکونو کانتینونه وڅارل او ټول هغه خوراکي توکي چې نیټه یې تېره شوې وه، راټول او ضبط کړل.

 داراز، نظامي مدیر وویل: دغه اقدام یې د زندانیانو د روغتیا ساتنې او د خوراکي توکو د کیفیت د تضمین په موخه شوی او په دوامداره توګه به د  محبس کانتینونه څارل کیږي.

نوموړی زیاتوي، چې د یاد زندان د کانتینونو څښتنانو ته لارښوونه شوې څو د قانون سره سم تازه او معیاري توکي وړاندې او د نیټې له مخې توکو ته جدي پاملرنه وکړي.

 

د یو بل خبر له مخې ، د کنړ ولایت په زندان کې د زندانیانو لپاره د فکري پوهې یو ورځینی سمینار ترسره شو

 

دغه سمینار، چې د نوموړي ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا د یاد زندان امریت سره په همغږۍ جوړ شوی و، د زندانیانو د فکري پوهې لوړونې په موخه هر اړخیر معلومات وړاندې شول.

داراز، د یاد ولایت د زندان مسوولینو وویل؛ باید هغه دودونه او افکار چې د اسلامي شریعت سره په ټکر کې وي له مینځه یووړل شي او پر ځای یې اسلامي فکر، اخلاقو او ارزښتونو پراختیا ته زمینه برابره شي.

 

بلخوا بیا، د کندز ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي یې د دې ولایت د قلعه ذال ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړه

 

د دې ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي د نوموړي ولایت د قلعه ذال ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

دا راز، پلاوي د یادې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره هم ولیدل او هغوی له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ، د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه وکړه، چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنې ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.

په پای کې، د یاد زندان د نظامي مدیر په مشرۍ پلاوي د یادې توقیفخونې مسوولینو سره په خبرو کې نوموړو ته زیاته کړه چې دا زموږ او ستاسو ګډ مسوولیت دی څو د زندانیانو په ساتنه او پالنه کې ځانګړې پاملرنه وکړو.

 

صفر المظفر ۶/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS