د ننګرهار ولایت زندان د نظامي مدیر په مشرۍ یوه پلاوي د دې ولایت د زندان بلاکونو له کانتینونو څخه ارزونه وکړله

news_admin
Wed, Jul 30 2025 4:02 PM
naghar

د دې ولایت د زندان نظامي مدیر په مشرۍ (۱۵)کسیزه پلاوي د زندانیانو د سالمې روغتیا او خوندیتوب په موخه د نوموړي زندان د بلاکونو کانتینونه وڅارل او ټول هغه خوراکي توکي چې نیټه یې تېره شوې وه، راټول او ضبط کړل.

 داراز، نظامي مدیر وویل: دغه اقدام یې د زندانیانو د روغتیا ساتنې او د خوراکي توکو د کیفیت د تضمین په موخه شوی او په دوامداره توګه به د  محبس کانتینونه څارل کیږي.

نوموړی زیاتوي، چې د یاد زندان د کانتینونو څښتنانو ته لارښوونه شوې څو د قانون سره سم تازه او معیاري توکي وړاندې او د نیټې له مخې توکو ته جدي پاملرنه وکړي.

 

د یو بل خبر له مخې ، د کنړ ولایت په زندان کې د زندانیانو لپاره د فکري پوهې یو ورځینی سمینار ترسره شو

 

دغه سمینار، چې د نوموړي ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا د یاد زندان امریت سره په همغږۍ جوړ شوی و، د زندانیانو د فکري پوهې لوړونې په موخه هر اړخیر معلومات وړاندې شول.

داراز، د یاد ولایت د زندان مسوولینو وویل: باید هغه دودونه او افکار چې د اسلامي شریعت سره په ټکر کې وي له مینځه یووړل شي او پر ځای یې اسلامي فکر، اخلاقو او ارزښتونو پراختیا ته زمینه برابره شي.

 

صفرالمظفر ۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS