د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ شورا غونډه کې پر ځینو اړینو او مهمو مسایلو خبرې اترې او مشورې وشوې

news_admin
Tue, Jul 29 2025 2:59 PM
رهبری

دغه غونډه، چې نن(سه شنبې) د دې ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په مشرۍ او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق"، د نظامي چارو مرستیال لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"او د ادارې د مرکزي برخو یو شمېر رئیسانو او مسوولینو په ګډون جوړه شوې وه، زندانیانو د اوسېدو ځایونو، روغتیا، د ښوونې او بیا روزنې او هغوی ته لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په هکله خبرې اترې وکړې او د شرعي اوصولو او تقنیني اسنادو په رڼا کې لازمې پرېکړې وشوې.

داراز، په یاده غونډه کې يو شمېر رئیسانو د چارو ښه والي لپاره خپل نظرونه، مشورې او وړاندیزونه د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ سره شریک کړل، چې د رهبرۍ محترم مقام يې په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

 

صفر المظفر ۴/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS