ولایتي خبرونه (پکتیا، میدان وردګ) د پکتیا ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم) سیالۍ پیل شوې

news_admin
Wed, Jul 09 2025 10:11 AM
ولایتی

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې چې د دغه زندان رئیس او یو شمېر سیمه ییزو مسوولینو او علماوو برخه لرله، د نبي اکرم (صلی الله علیه وسلم) سیرت زده کړې او دغه ډول روزنیزو برنامو په ارزښت او ګټو خبرې وکړې.

همدا شان، محترم قاري عبدالغني "عادل" په دغو مراسمو کې ګډونوالو ته وویل چې  دا د هر مسلمان ځوان اسلامي او دیني دنده او وجیبه ده چې د خپل محبوب پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) د مبارک سیرت څخه ځان خبر کړي او په خپل ورځني ژوند کې یې عملي کړي او ګټه ترې واخلي.

یاده سیالۍ چې د کوثر فرهنګي ټولنې سره په همغږۍ د نوموړي زندان د مسوولینو له لورې پیل شوي د جیدو علماوو لخوا د ازموینې تر اخیستلو وروسته به بریالیو ګډونوالو ته قلم لرونکی قرآن شریف، کمپیوټرونه او الفجر ساعتونه د ډالۍ په توګه ورکړل شي.

 

د یو بل خبر له مخې، د میدان وردګ ولایت د زندان رئیس په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان د بېلابیلو برخو څخه لیدنه وکړله

 

د دې ولایت د زندان امر محترم محمد هاشم "حقاني" په داسې حال کې چې یو شمیر مسوولینو هم ورسره مل وو، د نوموړي زندان صنعتي، لوژستیک، ساتن ځایونو او پخلنځي څخه په جلا جلا توګه د لیدنې ترڅنګ یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

 

محرم الحرام ۱۳/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS