د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستيال په مشرۍ یوه پلاوي د جوزجان ولایت له زندانه لیدنه وکړله

news_admin
Tue, Jul 08 2025 3:07 PM
نظامی

د دې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب‌ الله "بدر" په داسې حال کې چې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، مالي او حسابي رئیس محترم حکمت "مشعل"، د شخصیتي دوسیو امر محترم مولوي فضل احمد "احمدي"، د کشف معاون، د مخابرې او اوپراسیون امرینو یې هم ملتیا کوله، د جوزجان د زندان له مسوولینو سره د زندان او زندانیانو د وضعیت په ځانګړې توګه د نظامي مسایلو په هکله خبرې اترې وکړې.

دغه راز، د ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان له امنیتي پوستو، ټاورونو او قراولونو څارنه وکړه او اړوندو مسوولینو ته یې د ځینو نیمګړتیاوو پوره کولو او تشو ډکولو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د نوموړي ولایت زندان د زندانیانو خونو ته ولاړ او هلته یې له بندیانو سره په کتنه کې، د هغوی خبرې او غوښتنې واورېدې او ورته یې له خپله اړخه د رسېدنې د ژمنې ترڅنګ، د دغه زندان مسوولینو ته هم لارښوونې وکړې.

داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستيال په مشرۍ پلاوي د دغه زندان د پرسونل او زندانیانو لپاره د خوړو، اباتې، پخلنځي، صنعتي، کانتین او روغتیایې برخو وضعیت له نږدې وارزاوه او اړوندو مسوولینو ته یې د لا ښه تنظیم په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون اداره تل هڅه کوي، څو د یادې ادارې تر چتر لاندې زندانونو څارنه وکړي څو د مسوولینو مثبتې کړنې د ستایلو ترڅنګ لاپیاوړې شي او په زندن کې شته ستونزې یې پروخت حل کړای شي.

 

محرم الحرام ۱۲/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS