د میدان وردګ ولایت په زندان کې د پرسونل او زندانیانو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ پیل شوې

news_admin
Tue, Jul 08 2025 2:37 PM
ولایتی

د میدان وردګ ولایت د زندان مسوولینو وویل چې په نوموړي زندان کې د ورزش مینه والو زندانیانو او پرسونل د والیبال لوبډلو ترمنځ دوستانه سیالۍ پیل او درې ورځې به دوام وکړي.

د دې ولایت د زندان امر محترم مولوي محمد هاشم "حقاني" په وینا، د دې سیالیو څخه یې موخه د پرسونل او زندانیانو ترمنځ د یوې ښې سالمې فضا رامنځ ته کول دي، څو له یوې خوا زندانیان د خپګان احساس ونه کړي او له بلې خوا ورته د ورزش زمینه برابره شي او پرمټ یې روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې، د میدان وردګ ولایت د زندان زندانیانو د یادو دوستانه سیالیو د برابرولو له امله مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې د زندان له خوا به په نورو جوړو شویو مثبتو  پروګرامونو کې هم د تل په شان برخه واخلي.

 

محرم الحرام ۱۲/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS