د ننګرهار ولایت د زندان رئیس په مشرۍ یوه پلاوي د نورستان له زندانه ليدنه وکړله

news_admin
Sat, Jul 05 2025 2:32 PM
nanghar

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه د ننګرهار  ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" د یوه پلاوي په مشرۍ د نورستان ولایت له زندان څخه ليدنه کې د نوموړي ولایت د زندان وضعیت له نږدې وارزوه او مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

محترم مولوي سهیل "سعید" د زندان د اداري چارو، روغتیايي خدماتو، د زندانيانو د استوګنې ځایونو او اصلاحي فعالیتونه له نږدې ولیدل او اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د اسلامي ارزښتونو او بشري حقونو په رڼا کې له زندانيانو سره انساني چلند ترڅنګ او د هغوی د اصلاح، تعلیم او مهارتونو لوړونې ته لا زیاته پاملرنه وکړي.

همداراز، د نورستان د زندان مسوولینو د ننګرهار پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ وویل چې دغه لیدنې د مسوولینو ترمنځ د تجربو د شریکولو او د همکارۍ د روحيې د پیاوړتیا لامل ګرځي چې له امله به یې د ولایتونو ترمنځ لا پیاوړي کاري همغږي رامنځته شي.

 

محرم الحرام ۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS