د سره صلیب نړیوالې کمېتې د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږی سره د کابل ولایت څرخي پله مرکزي محبس له محبوسینو سره د یو اندازه اړتیا وړ توکو مرسته وکړله

news_admin
Tue, Jun 17 2025 3:21 PM
اقتصادی

د نوموړې کمېټې له خوا په یادو مرستو شویو توکو کې چې د حمام صابون، شامپو د غاښونو کریم او برس، پلاستیکي سطلونه، تشتونه، د جامو مینځلو پوډر او د اړتیا وړ نور توکي شامل وو، نن(سې شنبې) د څرخي پله مرکزي محبس رئیس محترم الحاج ملا عبدالمالک "خاکسار"، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو د رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" او د دې کمېټې د استازو په شتون کې د مرکزي محبس پر یوشمېر محبوسینو په روڼه توګه وویشل شول.

 

ذوالحجة الحرام ۲۰/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS