د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان رئیس د افغانستان لپاره  د سره صلیب نړيوالې کمېټې مسوول او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وليدل

news_admin
Sun, Jun 15 2025 3:24 PM
محبس مرکزی

محترم الحاج مولوي عبدالمالک "خاکسار"‌ د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مسوول او مل پلاوي  سره د نوموړي زندان له زندانیانو د سره د هغوی د کورنیو غړیو د لیدو کتو (پایوازۍ ) بهیر او د  هغوی د مرستو په اړه خبرې اترې وکړې.

دا راز، د دې لیدنې پرمهال محترم الحاج مولوي خاکسار د یاد زندان له زندانیانو سره د هغوی کورنیو د لیدو کتو (پایوازۍ) په اړه معلومات شریک کړل.

د څرخي پله د مرکزي محبس رئیس زیاته کړله، زندانیانو ته د نورو اسانتیاوو ترڅنګ د هغوی کورنیو غړیو ته د لیدو کتو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

همداشان، د نوموړي کمېټې مسوول د زندان مسوولینو له لورې دوی سره د همکارۍ او ښې همغږۍ په پار د مننې ترڅنګ ژمنه وکړله، چې د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي محبس له محبوسینو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

 

ذوالحجة الحرام ۱۸/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS