د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان رئیس د یوناما له پلاوي سره وليدل

محترم الحاج مولوي عبدالمالک "خاکسار" په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندویه ماموریت (یوناما) له پلاوي سره په دې لیدنه کې د دې زندان د زندانیانو د ژوندانه د وضعیت، د هغوی د بشري حقونو د خوندیتوب او انسانتیاوو برابرولو ترڅنګ، د لوی اختر په مناسبت د زندانیانو عفوې او تخفیف د بهیر د عملي کولو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړې.
داراز، په لیدنه کې محترم مولوي خاکسار زیاته کړله، چې په نوموړي زندان کې ټولو زندانیانو ته د ښې ساتنې او پالنې سهولتونو سربېره هغوی ته دیني او عصري علومو او کسب زده کړو زمینه برابر شوې، چې په خبره یې تر ازادېدو وروسته به ترې ښه ګټه واخلي.
په ورته وخت کې، د یوناما دفتر پلاوي د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي محبس له محبوسینو سره هم له نږدې ولیدل او د هغوی لپاره یې د برابروشویو ښو خدمتونو او اسانتیاوو او د بشري حقونو د خوندیتوب له امله د زندانونو چارو د سمون ادارې د مسوولینو هڅې وستایلې.
ذوالحجة الحرام ۱۴/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت