د زابل ولایت په زندان کې ۳۰ زندانیان د موبایل جوړونې له ۳میاشتني کورس څخه فارغ شول

news_admin
Wed, Jun 04 2025 2:14 PM
lala

 

دغه کورس چې د یاد د زندان د مسوولینو په هڅو او د نوموړي ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې امریت په همکارۍ جوړ شوی وو، د یاد زندان ۳۰ تنو زندانیانو د موبایل ترمیمولو زده کړه بشپړه او د یو لړ مراسمو پرمهال یې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د یادو مراسمو ویناوالو په داسې حال کې، چې د زابل ولایت د زندان امر، د ولایت د مقام د دفتر رئیس، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې امر او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، فارغ شویو زندانیانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ، د حرفوي زده کړو د ارزښت په هکله خبرې وکړې او د رونيزو برنامو پلي کېدل یې د زندانیانو په روزنه کې خورا اړین وګڼل او د یادې ادارې له امریت څخه د ورته نورو ښوونيزو او روزنيزو برنامو جوړولو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې، د دې ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې امریت مسوولینو ژمنه وکړه، چې په راتلونکې کې به هم خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

 

ذوالحجة الحرام ۷/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS