د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام دفتر رئیس  په مشرۍ یوه پلاوي د میدان وردګ ولایت له زندانه لیدنه وکړله

news_admin
Mon, Jun 02 2025 1:54 PM
رییس دفتر

د دې ادارې د مقام دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، په داسې حال کې چې د کورني تفتیش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي" او یو شمېر نورو مسوولین هم ورسره وو، میدان وردګ ولایت  ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د زندان څخه د لیدنې ترڅنګ یې د نوموړي زندان مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې. 

دا راز، محترم قاري ګلزاد په مشرۍ پلاوي له زندانیانو سره هم ولیدل او د هغوی د ستونزو تر اورېدو وروسته یې وویل: « نوموړې ادارې تاسو ته د اصلاحي او روزنیزو برنامو لړۍ روانه ساتلې نو اړینه ده چې له دغو برنامو څخه پوره ګټه واخلئ او په ځان کې مثبت بدلون راولی او همدا به ستاسو د اصلاح او بیا روزنې لامل شي او له بنده تر ازادېدو وروسته به د یو سالم وګړي په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې ته د خدمت وړ وګرځی».

په ورته وخت کې، زندانیانو هم د نوموړي پلاوي پر ورتګ خوښي وښوده او له دوی سره د زندان د مسوولینو له خوا د ښه چلند له امله رضایت څرګند کړ.

همدا راز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، په مشرۍ پلاوي د میدان وردګ ولایت د زندان د مالي او اداري، صنعتي، تخنیک، لوژستیک، د ډوډۍ او خوړو پخولو، روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او تعمیراتي چارې په جلا جلا توګه له نږدې وارزاولې او د چارو  د لا ښه والي په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

همدې حال کې، د زندانونو چارو سمون ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله ګلزاد محترم مولوي محمد هاشم حقاني د میدان وردګ ولایت د  زندان د امر په توګه ملکي او نظامي پرسونل ته معرفي او په چارو کې ورته د بریالیتوب هیله وکړله.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې محترم قاري ګلزاد د نوموړي ولایت د زندان پخواني امر کړنې او لاسته راوړنې وستایلې او نوي امر ته په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړله.

 

ذوالحجه الحرام ۵/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS