د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس په دوحه کې د افغانستان لپاره د بریټانیا شارزدافیر سره وکتل

news_admin
Mon, May 19 2025 3:00 PM
ملاقات

د دې ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې چې د ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم  قاري رحمت الله " ګلزاد "،  د اقتصادي برنامو  او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د روغتیا رئیس محترم ډاکتر سید احمد "اسحاقزی" او د ادارې د مقام سکرتر محترم ډاکتر محمد عوض خپلواک هم ورسره وو، په دوحه کې د افغانستان لپاره د بریتانیا شارزدافیر رابرټ چاټرټن ډکسن اومل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د زندانیانو لپاره د روغتیا، روغتیایي تجهیزاتو، او زندانیانو ته د خوړو، ښوونې او روزنې او حرفوي زده کړو په اړه خبرې اترې وکړې.

دا راز، محترم الحاج مولوي محمد یوسف مستري د بریټانیا شارزادفیر په مشرۍ راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ زیاته کړله، د نوموړې ادارې اړوندو په ټولو زندانونو کې د زندانیانو شرعي، انساني او بشري حقونه خوندي دي او د هغوي لپاره پر زده کړو سربیره د ژوندانه ټولې اسانتیاوې برابري کړي دي.

د رابرټ چاټرټن ډکسن په مشرۍ  پلاوي له دغې ادارې څخه د نړېوالو بنسټونو سره د همکارۍ  او  زندانیانو ته د ښو خدماتو وړاندې کولو، د ښې همغږۍ او زمینې برابرولو په موخه خوښي څرګنده کړله او د یادې ادارې سره  یې د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

همداشان، په دوحه کې د افغانستان لپاره د بریټانیا شارزدافیر په مشرۍ پلاوي چې د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس یې هم  ملتیا کوله،  د کابل ولایت مرکزي توقیفخونې د پخلنځي څخه لیدنه وکړله او توقیفانو لپاره د چمتو شویو خوړو د کیفیت له اړخه د مسوولینو ستاینه وکړله. 

 

ذوالقعده الحرام ۲۱/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS