د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د اقتصاد وزات مالي او اداري مرستیال سره ولیدل

news_admin
Sun, May 18 2025 1:55 PM
پالیسی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق"په داسې حال کې چې د یادې ادارې مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر امر محترم خلیل الله "بکتاش" هم ورسره و،  د اقتصاد وزارت اداري او مالي مرستیال محترم مولوي محمد عالم "جمیل" په مشرۍ راغلي پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو ملکیتونو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

محترم الحاج محمد کاظم طارق د اقتصاد وزارت څخه راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو ملکیتونو د روښانو کولو په برخه د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

همداراز، د اقتصاد وزارت اداري او مالي مرستیال وویل زمونږ د راتګ موخه د امارتي ځمکو تثبیت دی، څو وکولی شي  په دې برخه کې خلکو ته ډاډ ورکړي.

 

 

ذوالقعده الحرام ۲۰/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS