د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې څخه لیدنه وکړله

news_admin
Sat, May 03 2025 2:22 PM
نشنش

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په مشرۍ یوه پلاوي د کابل ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له امر محترم مولوي عبداللطیف "سجاد" سره د توقیفیانو لپاره د لاغوره چوپړتیاوو برابرولو او لانورې ښې پاملرنې په اړه خبرې اترې وکړې.

د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال د نوموړې توقیفخونې له توقیفیانو سره هم له نږدې ولیدل او د هغوی ځینې ستونزې او غوښتنې یې له نږدې واورېدې او د حل په موخه یې اړوند مسوولین متوجه کړل.

داراز، پلاوي د دې توقیفخونې د توقیفیانو لپاره د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د شته نیمګړتیاوو د بشپړولو او د لاښو چوپړتیاوو برابرولو په موخه یې اړوندو مسولینو ته د پام وړ لازمې لارښونې وکړې.

په پای کې، پلاوي د کابل ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې له امنیتي ټاورونو، قراولونو او امنیتي پوستو څخه هم لیدنه وکړله او مسوولینو ته یې د لا خوندي چاپېریال د رامنځته کولو په هکله لارښونه وکړله.

 

‌ذو القعده ۵/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست   

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS