د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د ادارې د یو شمېر ریاستونو له مسوولینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړله

news_admin
Sun, Apr 27 2025 2:49 PM
پالیسی

په ياده ناسته کې د زندانونو چارو  د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې چې د ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده" هم شتون درلود  د دغې ادارې د مقام د دفتر، تعمیراتو او کارکوونکو چارو ریاست له مسولینو سره په اړوندو ریاستونو کې د لاښې همغږۍ، چارو لا ښوالي، غوره پلان جوړولو، سهولتونو او خدمتونو برابرولو په هکله خبرې اترې وکړې.

داراز، د نوموړې ناستې په ترڅ کې یو شمېر ګډونوالو هم په اجنډا کې د شاملو مسایلو په اړه خپل نظرونه تبادله کړل، چې د زندانونو چارو  د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال له خوا یې تر اورېدو وروسته په هکله د شرعي اصولو او تقنیني اسنادو په رڼا کې لازمې پرېکړې وشوې.

 

شوال المکرم ۲۹/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS