د هلمند ولایت د زندان رئیس په لارښونه درې کسیزه پلاوي د دې ولایت د یو شمېر ‎ولسوالیو له توقیفخونو څخه ليدنه وکړله

news_admin
Mon, Apr 21 2025 2:40 PM
هلمند

یاد درې کسیزه پلاوي تېره ورځ د نوموړي ولایت د نوزاد، سنګین، موسی قلعه او کجکي ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال د یادو توقیفخونو له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

داراز، پلاوي د نوموړو ولسوالیو د توقیفخونو له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وشوه.

په پای کې، پلاوي د یادو توقیفخونو له اداري ، صنعتي ،لوژجستکي او د رغنیزو چارو له روان بهیر څخه په جلا جلا توګه د لیدنې ترڅنک اړوند مسوولینو ته په چارو کې د لانورې زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړله.

 

شوال المکرم ۲۳/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS