ولایتي خبرونه (ننګرهار، نورستان) د ننګرهار ولایت په زندان کې د ساري ناروغیو د مخنیوي په موخه د زندانیانو خونې دوا پاشي شوې

news_admin
Tue, Apr 15 2025 1:48 PM
ولایتی

د ننګرهار ولایت د رهبرۍ  په لارښوونه، زندانیانو ته د پاملرنې په لړ کې دا ځل د دې ولایت په زندان کې د ساري ناروغیو د مخنیوي په موخه د زندانیانو د اوسېدو ټولې خونې دوا پاشي شوې.

داراز، د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" وويل چې یاده چاره د دوی روغتیايي ټیمونو په واسطه ترسره شوې چې له دې سره به زندانیان د مختلفو ساري ناروغیو څخه په امن کې پاتې شي.

محترم مولوي سعید زیاتوي، دغه لړۍ دوام لري او نږدې راتلونکې کې به د یاد ولایت توقیفخونې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونه هم دوا پاشي شي.

د یاد زندان مسوولین هڅه کوي چې محبوسینو، تورنو او محجوزینو د روغتیايي وضعیت ښه والي ته پاملرنه وکړي څو هغوی یو خوندي، پاک او سالم چاپېریال کې ژوند وکړي.

 

د یو بل خبر له مخې، د نورستان ولایت د روغتیا مدیریت په غوښتنه د (اډا) موسسې په همکارۍ د نوموړي ولایت د زندان زندانیانو لپاره د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي په موخه معاینه ترسره شوه.

 

د دغه زندان د مسوولینو په هڅو او د اډا موسسې له لورې د ساري ناروغیو د مخنیوي په موخه د زندانیانو معاینات ترسره شول.

داراز، د نوموړي ولایت د زندان مسوولینو یاد معاینات د زندانیانو د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره اړین وبلل او له زندانیانو څخه یې وغوښتل چې د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره ځانونه معاینه کړي.

په پای کې، د یاد ولایت زندانیانو روغتیا ته د ساتنې په موخه ناروغو زندانیانو ته د سکبیس درمل او صابونونه هم وویشل شول.

 

شوال المکرم ۱۷/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS