د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د ادارې د نظامي چارو له مرستیال سره ناسته ترسره کړله

news_admin
Mon, Apr 14 2025 9:57 AM
پالیسی

په ياده ناسته کې د زندانونو چارو  د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" د ادارې د نظامي چارو له مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" سره د مرکز او ولايتونو په زندانونو کې د اداري چارو د اسانتیاوو په زیاتولو او د زندانیانو لپاره د لا نورو سهولتونو برابرولو ترخوا د اړتیا وړ مهمو موضوعاتو په هکله خبرې اترې وکړې.

دغه راز، نوموړې ناسته کې د اداري چارو د ښه پرمخ وړلو په موخه په ګډې همکارې، همغږۍ او د شرعي اصولو او تقنيني اسنادو په رڼا کې د ترسره کولو غوښتنې وشوې.

 

شوال المکرم ۱۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS