د ننګرهار ولایت د زندان رئیس په مشرۍ یوه پلاوي د دې ولایت د یو شمېر ولسوالیو له توقیفخونو څخه ليدنه وکړله
د دغه ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل"سعید" او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي ولایت د حصارک، شېرزادو، خوګیاڼیو، دره نور، بټي کوټ، غني خېلو، مهمندرې، او لعلپورې ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال د یادو توقیفخونو له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
داراز، پلاوي د نوموړو ولسوالیو د توقیفخونو له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.
په ورته وخت کې، پلاوي د یادو توقیفخونو مسوولینو سره په خبرو کې، د توقیفیانو د محکماتي چارو د لا اسانتيا او د نورو ښو خدماتو د رامنځ ته کولو په موخه لازمې لارښونې وکړې.
شوال المکرم ۱۵/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
