د کابل ولایت د مرکزي محبس رئیس د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له استازو سره وکتل

news_admin
Tue, Apr 08 2025 11:27 AM
محبس مرکزی

د څرخي پله مرکزي محبس رئیس محترم الحاج عبدالمالک "خاکسار" نن (سې شنبې) د افغانستان لپاره د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې د دې کتنې پرمهال د یادې کمېټې له مرستو او همکاریو مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې دا کمېټه دې د زندانونو د وضعیت د لا ښه والي لپاره خپله پاملرنه لا نوره هم زیاته کړي.

داراز، د کابل ولایت د مرکزي محبس رئیس نوموړي پلاوي ته ډاډ ورکړ، چې د دوی مرسته شوي توکي تل په پوره شفافیت او روڼه توګه پر ښځينه او نارینه محبوسینو ویشل کېږي، چې پلاوي د یاد مطلب په څرګندولو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې تر خپلې وسې به په دې برخه کې هڅې کوي.

د یادولو ده، چې د سره صلیب نړۍواله کمېټه د زندانونو چارو د سمون ادارې له همیشنیو مرسته کوونکو او همکارو بنسټونو څخه ګڼل کېږي، چې زندانیان یې تل له مرستو برخمن شوې دي.

 

شوال المکرم ۱۰/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS