د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي زندان د ګارنیزیون د قراولونو امنیتي مسوولینو او د قرارګاه د شعباتو د ډریورانو لپاره (۱۰) ورځینی ښوونېز سمینار پای ته ورسېده

news_admin
Thu, Mar 27 2025 12:36 PM
dariver

دغه سیمینار چې د نوموړې ادارې د اړوندې برخې له خوا د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي زندان د ګارنیزیون د قراولونو امنیتي مسوولینو او د قرارګاه د شعباتو د ډریورانو لپاره جوړ شوی و، د لس ورځو په موده کې د قراولونو مسوولینو ته د قراولونو او ګارنیزیون، د اصولو، له کارکوونکو او مراجعینو سره لانور هم ښه چلند او مسوولیتونو ته د لاپاملرنې ترخوا ډریورانو ته داخل او بیرون د ګارنیزیون کې د مسلکي زده کړو او ترافیکي لارښوونو  تر څنګ هر اړخیز معلومات ورکړل شو.

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش" په داسې حال کې چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، په یادومراسمو کې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ په خپلو خبرو کې زیاته کړله چې د تل په څېر خپلو کړنو ته متوجه اوسئ څو ادارې چارې لانورې هم منظمې او ټینګ امنیت رامنځ ته شي.

داراز، نوموړي یاد مسوولین د خپلو اړوند چارو د غوره ترسراوي په هدف لا نور هم ځیر کړل.

 

رمضان المبارک ۲۷/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS