د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د کابل ولایت له مرکزي توقیفخونې څخه ارزونه وکړله

news_admin
Wed, Mar 26 2025 1:14 PM

د دې ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې چې، د ادارې مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د کابل ولایت د توقیفخونو رئیس محترم قاري محمدګل "جګرخون"، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" او یو شمېر نورو مسوولین هم ورسره مل و، د کابل ولایت د توقیفخونې چارې وارزولې.

په ورته وخت کې، نوموړي د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې د توقیفیانو سره له نږدې ولیدل د هغوی وضعیت یې وارزوه چې هغوی هم د پلاوي په ورتګ د خوښۍ ترڅنګ د زندانونو چارو د سمون ادارې له لوري د برابرو شویو خدمتونو ستاینه وکړله.

همدا راز، د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د روژې مبارکې میاشتې په پار د یادې توقیفخونې د توقیفیانو د غذایي توکو د کیفیت ارزولو په موخه د پخلنځي د غذايي توکو د کیفیت او د پخولو د څرنګوالي په اړه له اړوندو مسوولینو او پخوونکو سره خبرې وکړې او هغوی هم په دې اړه ورته لازم معلومات وړاندې کړل.

دغه راز، محترم الحاج طارق د یاد پخلنځي د خوړو د کیفیت د لاښه کولو او د پاکۍ او نظافت پر پام کې نیولو  په هدف مسوولینو او پخوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې او زیاته یې کړله چې توقیفیانو ته د لا ښو خدماتو وړاندې کولو په موخه لانورې هم لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

 

رمضان المبارک ۲۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS