د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د پکتیا ولایت له زندانه لیدنه وکړله

news_admin
Mon, Mar 24 2025 1:06 PM
پکتیا

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د یو پلاوي په مشرۍ د پکتیا ولایت د زندان څخه د لیدنې په ترڅ کې یې له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړي.

داراز، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د پکتیا ولایت د زندان له زندانیانو سره ولیدل او نوموړو هم د مسوولینو له خوا دوی سره د ښه چلند په موخه د مننې ترڅنګ، خپلې ستونزې او روا غوښتنې شریکې کړې چې د پلاوي له لورې ورته په دې برخه کې د رسېدنې ډاډ ورکړل شو.

همداراز، پلاوي د نوموړي زندان د  پرسونل او زندانیانو د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

همداشان، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د پکتیا ولایت د زندان له امنیتي قراولونو، ټاورونو، او امنیتي پوستو څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړه او د زندانیانو د امنیت د لا ټینګښت په موخه یې امنیتي مسوولینو ته یولړ سپارښتنې هم وکړې.

 

رمضان المبارک ۲۴/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS