د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال د پکتیکا ولایت له زندانه لیدنه وکړله

news_admin
Sun, Mar 23 2025 11:17 AM
پکتیکا

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په مشرۍ یو پلاوی پکتیکا ته په سفر ولاړ او هلته یې د یاد ولایت د زندان امنیتي وضعیت له نږدې وارزاوه او د امنیت لا ښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

داراز، پلاوي د دغه زندان له زندانیانو سره هم ولیدل او هغوی ورته د خپل حالت او د زندان د مسوولینو له خوا د مناسبو خدمتونو وړاندې کولو په اړه معلومات ورکړل او هم یې ځینې غوښتنې لرلې، چې د پلاوي له لورې ورته د اصولو سره سم د رسېدنې ژمنه وشوه.

دغه راز، پلاوي تر دې ليدنې وروسته د نوموړي زندان اداري او امنيتي وضعيت له نږدې ولید او د امنیت لاښه ټینګښت لپاره یې د زندان مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.

همداراز، پلاوي د نوموړي زندان د  پرسونل او زندانیانو د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

 

رمضان المبارک ۲۳/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS