د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي زندان د انګړ کرنیزو ځمکو د کرکيلې له بهیر وارزاوه

news_admin
Thu, Mar 20 2025 1:30 PM
معاون پالیسی

محترم الحاج محمد کاظم "طارق" نن(پنجشنبې) په داسې حال کې چې د یادې ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" او یو شمېر نورو مسوولینو یې ملتیا کوله، د څرخي پله مرکزي زندان د ګارنېزیون دننه انګړ کې د کرنیزو ځمکو د کرکيلې بهیر ارزونه وکړله.

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي  چارو مرستیال د دغې ارزونې پرمهال د زندان د انګړ د سمسورتیا او زندانیانو ته ښه چاپېریال رامنځته کولو په پار د اړوندو مسوولینو هڅې وستایلې او زیاته یې کړله، د دې ځمکو د کرکیلې لپاره دې د ادارې د مربوطه کارکوونکو ترڅنګ د سالمې بوختیا لپاره هغو زندانیانو ته هم د کار بلنه او لازم امکانات برابر شي، چې یا بزګران دي او یا هم په دې برخه کې ښه مهارت لري.

داراز، محترم الحاج محمد کاظم طارق د نوموړي زندان د نورو شاړو ځمکو ابادولو ته په اشارې سره وویل، په دې کار سره به یاده سیمه زرغونه او له دې لارې به زندانیانو ته د کښت او کار ښه زمینه برابره شي.

 

 

رمضان المبارک ۲۰/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت    

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS