د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال له عدلي او قضايي اورګانونو سره د اړیکو ریاست راتلونکي پلانونه واورېدل

news_admin
Thu, Mar 20 2025 12:51 PM
خبر پالیسی

د زندانونو چارو د سمون ادارې له عدلي او قضايي اورګانونو سره د اړیکو ریاست رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق" د ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" ته راتلونکي پلانونه او وړاندیزونه وړاندې کړل.

داراز، محترم الحاج مولوي طارق د زندانونو چارو د سمون ادارې له عدلي او قضايي اورګانونو سره د اړیکو ریاست له کړنو خوښي و ښوده او د یاد ریاست پلانونه یې ارزښتمن یاد کړل.

همداراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال د یاد ریاست مسوولینو ته لارښوونه وکړله چې له عدلي او قضایي اورګانونو سره خپلې اړیکې لا نورې هم غښتلې کړي څو د زندانیانو ستونزو او غوښتنو ته پر وخت رسېدنه وشي.

 

رمضان المبارک ۲۰/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS