د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د بلخ ولایت له زندانه لیدنه وکړله

news_admin
Mon, Mar 17 2025 12:04 PM
بلخ

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د یو پلاوي په مشرۍ د بلخ  ولایت د زندان څخه د لیدنې په ترڅ کې له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

داراز، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي، د دې ولایت د زندان ملکي او نظامي پرسونل، محبوسینو، او محجوزینو سره په جلا جلا توګه ولیدل د هغوي ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د نوموړو ستونزو او غوښتنو ته په وخت رسېدنه وکړي.

داراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" او مل پلاوي یې د دغه زندان د پرسونل او زندانیانو لپاره د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي، صنعتي او روغتیایې برخو څخه د لیدنې ترخوا یې د امنیتي ټاورونو، قراولونو، پوستو او نورو امنیتي برخو وضعیت له نږدې وارزاوه او د امنیتي تدابیرو لا ښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

 

رمضان المبارک ۱۷/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS