د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د بدخشان ولایت له زندانه لیدنه وکړله

news_admin
Mon, Mar 17 2025 9:31 AM
بدخشان

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" او مل پلاوي یې بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت د زندان له مسوولینو سره د کتنې په ترڅ کې يې پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په مشرۍ پلاوي د یاد ولایت  د زندان له زندانیانو سره ولیدل او هغوی د یاد زندان د مسوولینو له خوا د دوی د امنیت د خوندیتوب په موخه له هڅو د مننې ترڅنګ، د خپلو جرمي دوسیو پروخت څېړلو او د برخلیک روښانه کولو په اړه خپلې غوښتنې شریکې کړې چې د پلاوي مشر ورته د رسېدنې ډاډ ورکړ.

داراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" او مل پلاوي یې د دغه زندان د پرسونل او زندانیانو لپاره د خوړو(اعاشې)، اباتې، پخلنځي، صنعتي، کانتین او روغتیایې برخو څخه د لیدنې ترخوا یې د امنیتي ټاورونو، قراولونو، پوستو او نورو امنیتي برخو وضعیت له نږدې وارزاوه او د امنیتي تدابیرو لا ښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري تل هڅه کوي، څو د مرکز او ولایتونو له زندانونو او بندیانو لیدنه وکړي، د امنیتي او نورو برخو وضعیت یې وارزوي او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

 

رمضان المبارک ۱۷/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS