د زابل ولایت د زندان نظامي مرستیال او مل پلاوي یې د دې ولایت د شاجوی ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

news_admin
Tue, Mar 11 2025 1:00 PM
ولایتی

د دغه ولایت د زندان نظامي مرستیال محترم مولوي داد الله "سیلاب" او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي ولایت د شاجوی ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

دا راز، نوموړي د یاد ولایت د توقیفخونې له توقیفیانو سره هم ولیدل او هغوی له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله مننه وکړله.

په ورته وخت کې، مولوي سیلاب د نوموړې توفیفخونې د خوړو (اعاشې) اباتې، پخلنځي، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت ارزولی او د ستونزو حلولو او لازمو اسانتیاوو  برابرولو  په اړه يې معلومات راټول او له هغوی سره یې ژمنه کړ‎ې ، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ سره یاده موضوع شریکوي، څو په مرکز کې ورته حل لاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.

 

رمضان المبارک ۱۱/۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS