د پکتیا ولایت د زندان رئیس په مشرۍ یوه پلاوي د دې ولایت د جانیخیلو، څمکنیو او ځاځي اریوب ولسوالیو له توقیفخونو ليدنه وکړله

د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" او مل پلاوي یې دې ولایت د ځاځي اریوب، څمکنیو او جانیخیلو ولسوالیو له توقیفخونو څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړله او له مسوولینو سره یې پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
په ورته وخت کې، پلاوي د یادو توقیفخونو له توقیفیانو سره هم وکتل، د هغو وضعیت یې وارزوه چې نوموړو هم له پلاوي څخه د دوی د حال د ارزونې له امله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې او د پلاوي له لورې ورته د دوی د انساني او شرعي حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د لا زیاتولو ژمنه وشوه.
داراز، پلاوي د یادو توقیفخونو مسوولینو ته لارښوونه وکړله چې توقیفیانو ته لا نور هم ښه چاپېریال او غوره خدمتونه وړاندې کړي.
رمضان المبارک ۱۰/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت