د غزني و لایت له زندان سره د افغاني سرې میاشتې له لورې د یوه اندازه خرما مرسته وشوه

news_admin
Wed, Mar 05 2025 1:42 PM
غزنی

د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره سم د دې ادارې د اقتصادي او ستراتېژيکو اړيکو د رياست مسوولینو په هڅو، د دې ولایت د نارینه او ښځینه زندانیانو او د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکز سره د افغاني سرې میاشتې له لورې د یوه اندازه خرما مرسته وشوه،
دا راز، د نوموړي زندان رئیس محترم ملا محمد نور "بلال شاهین" د افغاني سرې میاشتې له استازو څخه د مننې  ترڅنګ، په دې مبارکې میاشت کې یادې مرستې اړینې وبللې او ترخوا یې په نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

رمضان مبارک ۵/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست 
اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS