د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي ننګرهار ولایت ته سفر وکړ

news_admin
Sun, Mar 02 2025 12:10 PM
ننگرهار

د زندانون چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله " بدر" په مشرۍ پلاوي د ننګرهار ولایت له زندانه د لیدنې تر څنګ، د دې ولایت د زندان مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې  وکړې.

داراز، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي ، د دې ولایت د زندان ملکي او نظامي پرسونل او زندانیانو سره له نږدې ولیدل د هغوي ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د نوموړو ستونزو او غوښتنو ته په وخت رسېدنه وکړي.

داراز، پلاوي د نوموړي زندان د  پرسونل او زندانیانو د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

همداشان، پلاوي د ننګرهار ولایت د زندان له امنیتي قراولونو، ټاورونو، او امنیتي پوستو څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړله او د زندانیانو د امنیت د لا ټینګښت په موخه یې امنیتي مسوولینو ته یولړ سپارښتنې هم وکړې.

د یادونې وړ بولو، چې د ازادۍ سلب مرکزونو څخه د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ پلاوي او نورو مسوولینو د لیدنو موخه د یادو مرکزونو د وضعیت ښه کول، ستونزو ته رسېدنه، بندیانو، توقیفیانو او محجوزینو ته د خدمتونو وړاندې کولو او اسانتیاوو برابرولو زیاتول، د چارو چټکوالی او په دې برخو کې د لاسته راوړنو بډاینه ده.

 

رمضان المبارک ۲/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS